ځینی افغان سفارتونو ته د نویو ډیپلوماټانو ورتګ د اړیکو یو نوی باب

پدې وروستیو کې په ایران، ترکیه کې او په نژدې راتلونکې کې شاید په روسیه او ځینو نورو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او ډیپلوماتیکې استازولی اوسنی سرپرست افغان حکومت ته وسپارل شی.
دا دی، د دې اونۍ په جریان کې تر چین او پاکستان وروسته تازه ایران او ترکیې د اوسنی افغان حکومت ډیپلوماټانو ته اجازه ورکړه چې په دغو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو چارې سمبال کړی.
یو شمېر داسې اطلاعات هم شته چې شاید نږدې راتلونکی کې د روسیې په ګډون یو شمېر نور هېوادونه هم ورته اقدام ترسره کړی.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د امریکا او لویدیځ والو تر پوځی او سیاسی یرغل وړاندې، په افغانستان کې د اوسنۍ واکمنې ډلې حکومت یوازې سعودی عربستان، عربی متحده اماراتو او پاکستان په رسمیت پېژندلی ؤ او ورسره ډیپلوماټیکې اړیکې یې درلودې.
پرته له شکه په ډیپلوماټیکه برخه کې دا د اوسنی سرپرست افغان حکومت لپاره یوه بریا شمېرل کېږی او غوره ګام په دې دی ځکه کم تر کمه دا د په رسمیت پېژندنې له کړکۍ د رڼا څرک ښکاری.
دا هم جوته ده چې تر ډېره بریده د دوو افرادو، کورنیو او آن هېوادونو ترمنځ پراته مشکلات او ستونزې د اړیکو د پرېکون له لارې نه، بلکې د اړیکو د رغون او خبرو له لارې حلیږی.
طبیعی خبره ده چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نظامونه بدلیږی او دغه بدلون کله سیاسی وی او کله هم نظامی، خو د دغو بدلونونو تر رامنځته کېدو وروسته په کار ده چې د خپل حکومت د منظم والی او ښه والی په هکله د خپلو خلکو تر څنګ، نړیوالو ته هم قناعت ورکړل شی، هغوی ته دا ډاډ ورکړل شی چې په ملی کچه ولس په یوه خوله پرې راټول دی او په نړیواله کچه د سیمی او ګاونډ هېوادونو سره ښې او متقابله اړیکې غواړی.
دا هم ښکاره ده چې دغه ډاډ یوازې د خبرو له لارې نشی ترلاسه کېدای، بلکې په عملی برخه کې هم داسې یو څه کول او داسې ګامونه اخیستل په کار دی چې د نړیوالو سترګې ونیسی او هغوی له دغه نوی نظام سره د ښو اړیکو لپاره واداره کړی.
ځکه د نړیوالو هم اوس په دې خبره سر خلاص دی چې له نوی نظام سره بایکاټ او پرېکونه او یا یې له پامه غورځول د حل معقوله لاره نه ده. د افغانستان په څېر یو هېواد چې په وروستیو شلو کلونو کې یې تر ډېره بریده د نړیوالو پام خپل کړی ؤ، هېڅکله اوس د نړۍ له لیده پناه او چَپ نشی پاتې کېدای. د نړۍ اکثره هېوادونه اوس پوهېږی چې له نوی افغان حکومت سره خبرې او اړیکې پکار دی تر څو نوی واکمن هم ځان او نظام دواړه د نړیوالو نورمونو سره عیار کړی او نړیوال هم پدې باید پوه شی چې یو هېواد که هر څومره وړوکی او کوچنی هم وی، باید له پامه و نه غورځول شی او یوازې پرې نه ښودل شی. پدې کې هم د نړیوالو ګټې نغښتی او هم د افغانستان د حکومت، ځکه هغه وېره چې هغوی له دغه نوی نظام او هېواده لری د اړیکو، راشه_درشې او خبرو له لارې کمېدای شی، نه د زور آزمایۍ یا مقابلې له لارې.
همدارنګه پدې لړ کې افغان لوری او په تېره بیا واکمن هم باید له دې فرصت څخه په سمه توګه ګټه پورته کړی او پدې توګه به یې له نړیوالو سره به یې د اړیکو یو نوی باب پرانیستی وی.
که چېرې افغان لوری د نجونو د تعلیم او د ښځینه وو د کار په ګډون پر یو شمېر هغو وړو مسایلو خپله غاړه نرمه کړی، چې د نړۍ ډېرو هېوادو د دوی د رسمیت پېژندنې لپاره شرط اېښی، لیرې نه ده چې دوهم پړاو به د اوسنی نظام د په رسمیت پېژندلو مرحله وی.
په ملی کچه هم د افغانانو رضایت په دغه برخه کې اړین دی. جوته ده چې که هر څومره ولس په نظام راټول شی، هومره به نظام غښتلی، اوږد مهاله او بریالی وی.
لکه مخکې مو چې وویل نړیوالو ته دغه قناعت او ډاډ یوازې د خبرو له لارې نه شی ورکول کېدای، عملی برخه کې د هغوی سترګو ته خپلې ښې کړنې ور مخته کول او ښودل بېخی زیات مؤثریت لری.
دا هم جوته ده چې که یو حکومت څومره غښتلی او پیاوړی وی، خو چې د خپل ولس او ملت له ځان سره ونه لری، ورته سخته به وی چې په نړیواله کچه کومه خاصه بریا ترلاسه کړی.
اوس چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د هېوادونو له خوا د افغانستان د نوې واکمنۍ د په رسمیت پېژندنې هیلې پیدا شوې دی، باید افغان حکومت هم په سیاسی او ډیپلوماټیکه کچه ځینې هغه اصلاحات او سمونې ومنی چې هم په ملی کچه د افغانستان د وګړو سره مطرح دی او هم یې په نړیواله کچه نور هېوادونه ترې غواړی.
ځکه نو داسې هیلې شته چې د راتلونکی لمریز کال له پیل سره به په هېواد کې د نجونو تعلیمی بهیر بیا پیل او ځینې هغه کړنې به هم ودرول شی چې په نړیواله کچه د نظام د بدنامۍ او کمزورتیا سبب ګرځی او حتماً به نور له نړیوالو سره د ښو او منظمو اړیکو لیدونکی اوسو.
په همدې هیله
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.