معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / څلور پاکستاني پولیس د کرکټ یو لوبغاړي څخه د رشوت اخیستو په تور نیول شوي

څلور پاکستاني پولیس د کرکټ یو لوبغاړي څخه د رشوت اخیستو په تور نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۸  نېټه):

پاکستاني چارواکي وایي، چې د سېند په ایالت کې څلور پولیس په دې تور نیول شوي، چې د دې هېواد د کرکټ یو مشهور لوبغاړي څخه یې رشوت اخیستی دی.

د کرکټ لوبغاړي شعیب مقصود چې د پاکستان لپاره یې ۲۹ یو ورځنۍ او ۲۶ د شل اوریزې لوبې کړي، پر خپله ټویټر پاڼه یې شکایت کړی چې د کراچۍ څخه ملتان ته روان و او په لار کې ترې پولیسو رشوت واخېست. مقصود لیکلي چې د ملتان ښار ته یوې شل اوریزې لوبې کې د ګډون لپاره روان و، خو پولیسو وروسته تر هغه پرېښود چې ۸ زره پاکستانۍ کلدارې رشوت یې ورکړ.

د دې لوبغاړي تر شکایت کولو وروسته، د سېند پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي، هغه څلور پولیس یې نیولي چې په دې پېښه کې یې لاس درلود.

د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوي چې دې پېښه کې د وظیفوي غفلت له امله د دوه چارواکو دندې هم ځنډول شوي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس