کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۸ نېټه):
پاکستانی چارواکی وایی، چې د سېند په ایالت کې څلور پولیس په دې تور نیول شوی، چې د دې هېواد د کرکټ یو مشهور لوبغاړی څخه یې رشوت اخیستی دی.
د کرکټ لوبغاړی شعیب مقصود چې د پاکستان لپاره یې ۲۹ یو ورځنۍ او ۲۶ د شل اوریزې لوبې کړی، پر خپله ټویټر پاڼه یې شکایت کړی چې د کراچۍ څخه ملتان ته روان و او په لار کې ترې پولیسو رشوت واخېست. مقصود لیکلی چې د ملتان ښار ته یوې شل اوریزې لوبې کې د ګډون لپاره روان و، خو پولیسو وروسته تر هغه پرېښود چې ۸ زره پاکستانۍ کلدارې رشوت یې ورکړ.
د دې لوبغاړی تر شکایت کولو وروسته، د سېند پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلی، هغه څلور پولیس یې نیولی چې په دې پېښه کې یې لاس درلود.
د پولیسو په اعلامیې کې ویل شوی چې دې پېښه کې د وظیفوی غفلت له امله د دوه چارواکو دندې هم ځنډول شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ