کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د حېرتان – مزار شریف اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۲ زره ټنه توکی هېواد ته وارد شوی دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلی، تېره ورځ د حېرتان – مزار شریف اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۰۷ واګونه سوداګریز توکی چې ټول وزن یې۱۲زره ۳۰۶ ټنه کیږی او ډېره برخه یې نفتی مواد دی، هېواد ته وارد شول.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملی ادارې زیاته کړې، چې دوی د هرې ورځې په تېرېدو سره د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والی لپاره هڅه کوی او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر او معیاری چوپړتیاوې وړاندې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ