کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر پر اساس، د نیمروز ولایت د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو رییس وایی، د ۱۴۰۲ هـ لمریز کال د غوایی میاشتې له لومړې ورځې څخه تر ۳۱ مې نېټې پورې، ۶۵ زره ۱۱۵ تنه، چې ۱۲ سوه ۳۸ کورنۍ ۵ زره ۱۱۸ تنه او همدارنګه ۵۸ زره ۹۹۷ تنه مجرد افغان کډوال له ایران څخه د ورېښمو پُل له لارې هېواد ته راستانه شوی دی.
د خبر له مخې، تېره میاشت هم ۵۳ زره ۹۹۹ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوی وه.
ایران په دې وروستیو کې افغان کډوالو باندې کړۍ راتنګه کړې، چې له امله یې د ګڼو افغان کډوالو نیوکې هم راپورته شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ