کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۰ نېټه):
وروسته تر هغې چې رسنیو په اروزګان ولایت کې د یوې کورنۍ درې پرلپسې نسلونو د سترګو په برخه کې معلول کېدو په اړه خبرونه خپاره کړل، د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان اطلاعات او کلتور ریاست چارواکو ویلي، چې دغه خبر ناسم او بې بنسټه دی.
د دوی په وینا د یو شمېر بهرنیو رسنیو کارکوونکي د خپلو شخصي ګټو او مادیاتو لپاره دغه ډول بې بنسټه خبرونه نشر ته ورکوي.
د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وایي، د دوی مطبوعاتی ټیم دهراوود ولسوالۍ ته د دې موضوع د څېړنې په موخه لېږلی چې په پایله کې یې د رسنیو خپاره شوي راپورونه بې بنسټه ثابت شوي.
بهرنیو رسنیو د خپلو خبریالانو پرمټ داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګوندې یاد کسان نابینایان دي او په سترګو څه نه ویني، خو د اروزګان د اطلاعات او کلتور ریاست مطبوعاتي ټیم ته د دغې کورنۍ غړو ویلي، د ۱۰۰ په شاوخوا کې د کورنۍ غړي چې د دوه نیکونو اولاده دي، د ارثي خواصو په درلودلو سره د سترګو د کږوالي او کم دید سره مخ دي، خو نابینا نه دي.
دوی دغه مطبوعاتي ټیم ته خبرو کې ویلي، چې کورنۍ کې یې داسې کسان هم شته، چې سل سلنه یې سترګي روغې دي او نورمال ژوند مخته وړي.
د دوی درې تنو چې یاده ناروغي يې ډېره او شدیده وه، ویلي چې تر ۱۰ مترو اندازې پورې منظم خپله لار لیدلای شي.
دا په داسی حال کې ده چې تر دې وړاندې رسنیو د یادې کورنۍ ټول غړي نابینا بللي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/