چارواکی اروزګان کې د یوې کورنۍ د ۱۰۰ نابینا غړو د شتون خبر بې بنسټه ګڼی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۰ نېټه):
وروسته تر هغې چې رسنیو په اروزګان ولایت کې د یوې کورنۍ درې پرلپسې نسلونو د سترګو په برخه کې معلول کېدو په اړه خبرونه خپاره کړل، د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان اطلاعات او کلتور ریاست چارواکو ویلی، چې دغه خبر ناسم او بې بنسټه دی.
د دوی په وینا د یو شمېر بهرنیو رسنیو کارکوونکی د خپلو شخصی ګټو او مادیاتو لپاره دغه ډول بې بنسټه خبرونه نشر ته ورکوی.
د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وایی، د دوی مطبوعاتی ټیم دهراوود ولسوالۍ ته د دې موضوع د څېړنې په موخه لېږلی چې په پایله کې یې د رسنیو خپاره شوی راپورونه بې بنسټه ثابت شوی.
بهرنیو رسنیو د خپلو خبریالانو پرمټ داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګوندې یاد کسان نابینایان دی او په سترګو څه نه وینی، خو د اروزګان د اطلاعات او کلتور ریاست مطبوعاتی ټیم ته د دغې کورنۍ غړو ویلی، د ۱۰۰ په شاوخوا کې د کورنۍ غړی چې د دوه نیکونو اولاده دی، د ارثی خواصو په درلودلو سره د سترګو د کږوالی او کم دید سره مخ دی، خو نابینا نه دی.
دوی دغه مطبوعاتی ټیم ته خبرو کې ویلی، چې کورنۍ کې یې داسې کسان هم شته، چې سل سلنه یې سترګی روغې دی او نورمال ژوند مخته وړی.
د دوی درې تنو چې یاده ناروغی یې ډېره او شدیده وه، ویلی چې تر ۱۰ مترو اندازې پورې منظم خپله لار لیدلای شی.
دا په داسی حال کې ده چې تر دې وړاندې رسنیو د یادې کورنۍ ټول غړی نابینا بللی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.