چارواکی له رسنیو څه غواړی؟

چارواکی له رسنیو څه غواړی؟

پوهنیار یحیی یعقوبی، د لغمان پوهنتون د ژورنالیزم استاذ
دا واقعیت دی چې رسنۍ د نظامونو په ثبات او بې ثباتۍ کې ټاکونکې ونډه لری او د عامه افکارو د اغېزمنولو له لارې دولتونه غښتلی یا کمزوری کولای شی. د رسنیو د همدې قوت له امله دی چې په ولسواکو نظامونو کې ورته د یوه داسې ځواک په حیث کتل کېږی چې د دولت د درې ګونو قواوو د څارنې او حتی کنټرول صلاحیت لری.
دا چې مختلف نظامونه له رسنیو څه غوښتنې لری او رسنۍ د نظامونو غوښتنو ته څه ځواب وایی، یوه داسې موضوع ده چې پراخ بحث غواړی، دلته فقط په افغانستان کې له رسنیو د اوسنی نظام د غوښتنو یو اړخ ګورو.
وروستیو دوه لسیزو د نړیوالې ټولنې په همکارۍ د یوه نوی نظام ایجاد رسنیو ته هم دا فرصت برابر کړ چې د ډېموکراسۍ په چوکاټ کې خپل فعالیت پیل کړی، په لسګونه او سلګونه بېلابېلې رسنۍ وټوکیدې او زرګونه ځوانان په مطبوعاتی ډګر کې پر دندو بوخت شول. په لږ وخت کې د رسنیو دومره پراختیا او پرمختیا که خپل پلویان پیدا کړل خو مخالفان یی هم کم نه وو. د همدې مخالفانو په ډله کې هغه کړۍ او اشخاص هم شامل وو او دی، چې ظاهراً ددې نظام مهمه برخه ګڼل کېږی خو په عمل کې د نظام کمزوری کوونکی عناصر دی. دوی د خپلو شخصی او ګروپی ګټو په خاطر په هېڅ ډول ملی ګټو صرفه نه کوی، حتی که دا ګټې یی د زرګونه بې ګناه افغانانو د وینو په بیه هم وی. په نظام کې شته فساد، بې عدالتی، نا امنی، مافیا او بې شمېره نورې ناقانونه کړنې له همدوی سرچینه اخلی او د همدوی په اشارو ترسره کېږی.
اوس خبره دا ده چې که رسنۍ د نظام پر دې حالت نیوکه کوی یا یې دا راز نیمګړتیاوې راسپړی، نو دا به له نظام سره د مخالفت او د مخالفانو د پلویتوب په معنا وی، که د رسنیو له خوا د خپل مسلکی مسؤولیت او تعهد ترسر کول ښکاروی؟
په ډېرو مواردو کې لیدل شوی چې ځینې دولتی مسؤولین رسنیو ته ګوته نیسی، چې ګواکې د نظام د مخالفانو په ګټه کار کوی او ډېرې داسې موضوع ګانې خپروی چې مخالفانو ته روحیه ورکوی. حتمی د مسؤولینو دا ادعا وزن لری او د دولت خلاف هره لیکنه یا د دولت د هرې نیمګړتیا افشاء کول د مخالف جهت یوه غوښتنه ده، مګر دا له مخالف لوری سره د مطبوعاتو د دوستۍ یا خوا نیولو معنی نه ورکوی.

که لږ د مطبوعاتو اصالت او وظیفوی اهدافو ته وګورو، نو د رسنیزو فعالیتونو یو اساسی هدف د حقایقو سپړل او څرګندول دی. دا بېله خبره ده چې رسنۍ باید ملی ګټې او ملی اسرار خوندی وساتی، مګر کله چې په نظام کې دننه ځینې کړۍ او اشخاص د نظام خلاف کار کوی او له امله یې نظام بې ثباتۍ خواته روانیږی، نو بیا که رسنۍ پرې نیوکه کوی او دا راز نیمګړې خواوې ډاګیزوی، خپله مسلکی ژمنتیا پوره کوی.
د افغانستان د اوسنی نظام د بې ثباتۍ او ناڅرګند برخلیک یو لامل که د نظام وسلوال مخالفان دی، نو بل یې ځینې داخلی کړۍ هم دی. دوی د خپلو ګټو د خوندیتابه لپاره ډېر داسې تخریبوونکی فعالیتونه کوی چې ښایی وسلوال مخالفان یی ونه شی کولای. زما هدف له مخالفانو ننګه نه ده، بلکې غواړم یو واقعیت ووایم.
اصلا خبره مې له رسنیو د ځینو دولتی مسؤولینو هغه بې مورده غوښتنه ده، چې غواړی له دې لارې پر خپلو ډېرو نیمګړتیاوو پرده واچوی. دوه ځلې په پرله پسې ډول د کندز سقوط، په ننګرهار کې شته نا امنۍ او د ډېرو نورو ولایتونو د ستونزو له امله په زرګونه هېوادوال له کړاوونو سره مخ شول، آیا رسنۍ د دې لپاره چې ګواکې د دولتی مسؤولینو نیمګړتیا ډاګیزه نه شی، د هغو خلکو پر کړاو باید سترګې پټې کړې وای چې عملا یې کورونه او مالونه پرېښودل او کډوالۍ ته اړ شول؟ یا هغه فساد او ناقانونی چې دولتی سرلاری یی ترسره کوی، رسنۍ د دې لپاره چې نظام بې ثباته نه شی، باید پرې سترګې پټې کړی؟
اوس نو قضاوت تاسو وکړئ، دولتی مسؤولین د دې پر ځای چې د رسنیو له افشا کوونکو راپورونو د ځان د اصلاح لپاره ګټه واخلی او ځان ته متوجه شی، هغې ته د خپلو مخالفانو د تقویې وسیلې په سترګه ګوری.
خو زه وایم نه، بهتره دا ده چې چارواکی د رسنۍ دا هره موضوع د ځان د سمون لپاره یو پیغام وبولی، خپل مسؤولیت وپېژنی او ترسره یې کړی، بیا نو ګوره چې رسنۍ د نظام د ثبات لپاره کار کوی که بې ثباته کولو ته.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.