معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چارواکي وایي، د کابل – جلال آباد دوهم سړک به ترافیکي پېښې راکمې کړي

چارواکي وایي، د کابل – جلال آباد دوهم سړک به ترافیکي پېښې راکمې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال، چې د بهرنیو چارو او ټولګټو چارو سرپرست وزیرانو او یو شمېر نورو چارواکو یې هم ملتیا کوله، د کابل – جلال آباد له دوهم لېن سړک څخه لیدنه کړې.

د خبر پر بنسټ، اقتصادي مرستیال د کابل – جلال آباد دوهم لېن سړک د هېواد له مهمو سوداګریزو لارو څخه یاد کړ، چې په ورځني ډول په سلګونو بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر پرې تګ – راتګ کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کابل – جلال آباد د دوهم لېن سړک جوړېدل به ټرافیکي پېښې هم راکمې کړي.

نوموړي ویلي، د کابل – جلال آباد لویې لارې د دوهم لېن سړک د پروژې د عملي چارو پیل یې له لومړیتوبونو څخه دی، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه له منظورۍ وروسته به یې عملي چارې پیل شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس