چارواکی وایی، د کابل – جلال آباد دوهم سړک به ترافیکی پېښې راکمې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال، چې د بهرنیو چارو او ټولګټو چارو سرپرست وزیرانو او یو شمېر نورو چارواکو یې هم ملتیا کوله، د کابل – جلال آباد له دوهم لېن سړک څخه لیدنه کړې.

د خبر پر بنسټ، اقتصادی مرستیال د کابل – جلال آباد دوهم لېن سړک د هېواد له مهمو سوداګریزو لارو څخه یاد کړ، چې په ورځنی ډول په سلګونو بار وړونکی او مسافر وړونکی موټر پرې تګ – راتګ کوی.

نوموړی زیاته کړې، چې د کابل – جلال آباد د دوهم لېن سړک جوړېدل به ټرافیکی پېښې هم راکمې کړی.

نوموړی ویلی، د کابل – جلال آباد لویې لارې د دوهم لېن سړک د پروژې د عملی چارو پیل یې له لومړیتوبونو څخه دی، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه له منظورۍ وروسته به یې عملی چارې پیل شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.