کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ویلي، هغه پروژې چې په تېر حکومت کې د بهرنیو بنسټونو له خوا یې ملاتړ کېده، اوس له کورنیو سرچینو تمویلیږي.
نوموړي یوه خصوصي ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، چې افغانستان د خپلو اوبو له استفادې سره هېڅ هېواد ته زیان نه رسوي.
د دغه وزارت سرپرست زیاتوي، که کوم هېواد د افغانستان د اوبو د مدیریت او د قوش تېپې کانال د جوړېدو په تړاو ستونزه لري، کولای شي دغه ستونزه د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو له لارې حل کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست دغه راز په کابل کې د نفوسو زیاتوالی په پلازمېنه کې د اوبو د کمښت یو لامل بولي او زیاتوي چې پر شاه و عروس بند، پر شاه توت بند او د پنجشېر له سینده د اوبو د لېږد پر پروژې کار روان دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/