چارواکی وایی، هېواد کې رغنیزې پروژې له کورنیو سرچینو تمویلیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ویلی، هغه پروژې چې په تېر حکومت کې د بهرنیو بنسټونو له خوا یې ملاتړ کېده، اوس له کورنیو سرچینو تمویلیږی.

نوموړی یوه خصوصی ټلوېزیون  سره مرکه کې ویلی، چې افغانستان د خپلو اوبو له استفادې سره هېڅ هېواد ته زیان نه‌ رسوی.

د دغه وزارت سرپرست زیاتوی، که کوم هېواد د افغانستان د اوبو د مدیریت او د قوش‌ تېپې کانال د جوړېدو په تړاو ستونزه لری، کولای شی دغه ستونزه د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو له لارې حل کړی.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست دغه‌ راز په کابل کې د نفوسو زیاتوالی په پلازمېنه کې د اوبو د کمښت یو لامل بولی او زیاتوی چې پر شاه و عروس بند، پر شاه توت بند او د پنجشېر له سینده د اوبو د لېږد پر پروژې کار روان دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.