چارواکی: کابل کې د شخصی شخړې له کبله ۳ تنه وژل شوی

ګهیځ: نن شنبه (د لیندۍ ۲۰مه) د افغانستان د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزارت وایی، کابل کې د یوې شخصی شخړې پر مهال د یوه پخوانی افسر په ګډون ۳ تنه وژل شوی او ۴ تنه ټپیان شوی دی.
د دغه وزارت ویاند سعید خوستی رسنیو ته ویلی چې دغه وسله واله شخړه تېره ورځ د نهمې امنیتی حوزې اړوند د پکتیا کوټ په سیمه کې شوې ده.
په پېښه کې وژل شوی پخوانی افسر سمونیار عبدالغفار هوتک نومېږی چې تردې وړاندې یې ټولنیزو رسنیو کې د وژلو پړه د اسلامی امارت پر اړندو غړو اچول شوې وه.
خوستی وایی، یو شمېر کسان په لوی لاس هرې وژنې ته سیاسی رنګ ورکوی، خو ټینګار کوی چې اسلامی امارت له عمومی عفوې وروسته هیڅ څوک په تېرو کړنو نه وژلی او نه څارلی دی.
خو ځینو خپرو شو راپورونو ویلی چې د اسلامی امارت کسانو له عمومی عفوې وروسته د پخوانی حکومت ځینې کسان وژلی خو اسلامی امارت دغه راپورنه ناسم بللی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.