کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تهران ټایمز ورځپاڼې ویلي، چې د افغانستان، ایران، هند او ازبکستان استازو د ایران د چاه بهار بندر له لارې د ټرانزیټ او سوداګریزې راکړې – ورکړې د پراختیا په موخه خبرې کړي.
د خبر پر بنسټ د دغو هېوادونو استازو پرون د هند په ممبۍ ښار کې د درېیمې کاري غونډې پرمهال د سوداګرۍ د اسانتیاوو د برابرولو لپاره د نویو ستراتیژیو په اړه بحثونه کړي.
د خبر پر بنسټ ناسته کې د چاه بهار بندر مرستیال، د هند د بندرونو او مواصلاتو وزارت استازو او په هند کې د افغانستان، ازبکستان، او ایران سفیرانو او ډیپلوماتانو ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو د چاه بهار بندر د سیمې د سوداګریز مرکز په توګه د رول پر پیاوړتیا، په ښه توګه د بار وړلو مدیریت او د سیمه ییز ټرانزیټ پر پرمختګ ټینګار وکړ.
دوی د دغه بندر د پراختیا په اړه پر راتلونکو همکاریو او پرېکړو هم خبرې کړي.
چاه بهار بندر د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره مهمه نقطه بلل کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/