چاه بهار کې د ټرانزیټ پراختیا لپاره د افغانستان په ګډون څلور اړخیزه ناسته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تهران ټایمز ورځپاڼې ویلی، چې د افغانستان، ایران، هند او ازبکستان استازو د ایران د چاه بهار بندر له لارې د ټرانزیټ او سوداګریزې راکړې – ورکړې د پراختیا په موخه خبرې کړی.

د خبر پر بنسټ د دغو هېوادونو استازو پرون د هند په ممبۍ ښار کې د درېیمې کاری غونډې پرمهال د سوداګرۍ د اسانتیاوو د برابرولو لپاره د نویو ستراتیژیو په اړه بحثونه کړی.

د خبر پر بنسټ ناسته کې د چاه بهار بندر مرستیال، د هند د بندرونو او مواصلاتو وزارت استازو او په هند کې د افغانستان، ازبکستان، او ایران سفیرانو او ډیپلوماتانو ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو د چاه بهار بندر د سیمې د سوداګریز مرکز په توګه د رول پر پیاوړتیا، په ښه توګه د بار وړلو مدیریت او د سیمه‌ ییز ټرانزیټ پر پرمختګ ټینګار وکړ.

دوی د دغه بندر د پراختیا په اړه پر راتلونکو همکاریو او پرېکړو هم خبرې کړی.

چاه بهار بندر د منځنۍ او جنوبی آسیا ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره مهمه نقطه بلل کیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.