معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چاپېریال ساتنې اداره وایي، د پلاستيک توليدوونکي دې فعاليتونه په تدريجي ډول ودروي

چاپېریال ساتنې اداره وایي، د پلاستيک توليدوونکي دې فعاليتونه په تدريجي ډول ودروي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۶مه نېټه):
د راپورونو له مخې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې سرپرست د چاپېريال ساتنې نړيوالې ورځې په مناسبت د پلاستيک له توليدوونکو څخه غوښتي، چې د چاپېريال د ککړتيا د مخنيوي په موخه دې خپل فعاليتونه په تدريجي ډول ودروي.
په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د یادې ادارې سرپرست وويل، پاکې هوا او سالم چاپېريال د تامين لپاره بايد ټول کار وکړي.
هغه زیاته کړه، اوبه، هوا، خاوره او اکسیجن د چاپېریال په ساتنه کې مهم رول لري.
د نوموړي په خبره، د بهرنيو ځواکونو له خوا د جګړو پر مهال د وسلو او مهماتو کارول پر چاپېريال ناوړه اغېز کړى دى. نوموړي له ځينې بنسټونو څخه وغوښتل چې د لویو پروژو په تطبیق کې د چاپېریال ساتنې مقررات په پام کې ونیسي.
هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د چاپېريال ساتنې له مسلې سره دې سياسي برخورد نه کوي او د افغانستان له ککړتيا سره د مبارزې په برخه کې دې همکاري وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس