کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۶مه نېټه):
د راپورونو له مخې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې سرپرست د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت د پلاستیک له تولیدوونکو څخه غوښتی، چې د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوی په موخه دې خپل فعالیتونه په تدریجی ډول ودروی.
په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د یادې ادارې سرپرست وویل، پاکې هوا او سالم چاپېریال د تامین لپاره باید ټول کار وکړی.
هغه زیاته کړه، اوبه، هوا، خاوره او اکسیجن د چاپېریال په ساتنه کې مهم رول لری.
د نوموړی په خبره، د بهرنیو ځواکونو له خوا د جګړو پر مهال د وسلو او مهماتو کارول پر چاپېریال ناوړه اغېز کړى دى. نوموړی له ځینې بنسټونو څخه وغوښتل چې د لویو پروژو په تطبیق کې د چاپېریال ساتنې مقررات په پام کې ونیسی.
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د چاپېریال ساتنې له مسلې سره دې سیاسی برخورد نه کوی او د افغانستان له ککړتیا سره د مبارزې په برخه کې دې همکاری وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ