کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د هوا ککړتیا د مخنیوی لپاره پنځه کلن پلان اعلان کړ.
د راپور پر بنسټ، د دې ادارې د هوا د ککړتیا د تنظیم او کنټرول رییس ویلی، هڅه کوی چې د هوا د ککړتیا کچه راکمه کړی.
نوموړی زیاته کړې، چې د روان لمریز کال د تلې میاشتې راهیسې یې د عامه پوهاوی پروګرامونه پیل کړی دی.
د هوا ککړتیا هغه ننګونه ده چې هر کال د ژمی د موسم په رارسېدو سره د پلازمېنې اوسېدونکی ورسره مخ کیږی.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکی وایی، د سهار او شپې لخوا د هوا ککړتیا زیاتیږی، چې دوی ته یې له امله بېلابېلې تنفسی ناروغۍ زېږېدلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ