چمن کې له تېرې ورځې نښتې وروسته د پاکستان پوځ کابل ته شکایت کړی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۱):
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې چمن کې د افغان او پاکستانی لوری ترمنځ له تېرې ورځې نښتې وروسته دوی کابل سره د پېښې په تړاو اړیکه کړې او په دې اړه یې افغان لوری ته شکایت کړی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوی چې دوی د افغان لوری بریدونو ته ځواب ورکړی، خو د ملکی وګړو مرګ ژوبلې د مخنیوی لپاره یې له احتیاطه کار اخیستی.
د خبرپاڼې له قوله کابل سره یې اړیکه په راتلونکی کې د داسی پېښو د مخنیوی په موخه کړې ده.
خبرپاڼه کې ویل شوی چې د افغان لوری په ډزو کې شپږ پاکستانیان وژل شوی او له ۲۱ نور ډېر ټپیان شوی دی.
افغان لور ته بیا یو تن وژل شوی او یوولس نور ټپیان شوی دی.
پاکستانی پوځ په داسې مهال دغه شکایت کړی چې تېره ورځ د دواړو لورو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې د چمن ـ سپین بولدک ترمنځ د دوستۍ دروازه هم تګ- راتګ پرمخ تړل شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.