معماری
خانه / ګهیځ نیوز / چمپینز ټرافۍ کې د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ نن لومړۍ لوبه کیږي

چمپینز ټرافۍ کې د پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ نن لومړۍ لوبه کیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې نن ماسپښین یوه نیمه بجه د چمپینز ټرافي کرکټ سیالیو لومړۍ لوبه د پاکستان او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په کراچۍ ښار کې پیل شي.

په داسې حال کې چې په دې سیالیو کې افغانستان د لومړي ځل لپاره برخه اخلي او د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په بي ګروپ کې سیالۍ ترسره کړي.

د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروري په ۲۱مه له جنوبي افریقا سره پلان شوې او دوهمه لوبه به یې د فبروري په ۲۶مه له انګلستان او درېیمه به یې د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.

د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي؛ ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل چې پاکستان ته لاړ شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس