کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې نن ماسپښین یوه نیمه بجه د چمپینز ټرافی کرکټ سیالیو لومړۍ لوبه د پاکستان او نیوزیلنډ کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ په کراچۍ ښار کې پیل شی.
په داسې حال کې چې په دې سیالیو کې افغانستان د لومړی ځل لپاره برخه اخلی او د جنوبی افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په بی ګروپ کې سیالۍ ترسره کړی.
د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د فبروری په ۲۱مه له جنوبی افریقا سره پلان شوې او دوهمه لوبه به یې د فبروری په ۲۶مه له انګلستان او درېیمه به یې د فبروری په ۲۸مه له اسټرالیا سره وی.
د چمپینز ټرافی لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربی اماراتو کې ترسره کیږی؛ ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل چې پاکستان ته لاړ شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ