کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۴ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ په چیمپینز ټرافی سیالیو کې افغان ملی لوبډلې د سویلی افریقا پر وړاندې لوبه وکړه، خو د ۱۰۷ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.
سویلی افریقا د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه او د ۶ لوبغاړو په سوځېدو یې ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۳۱۶ منډې جوړې کړې.
د سویلی افریقا له لوری کوېنټن ډی کاک ۹۸ منډې او ایدن مارکرم ۷۶ منډې وکړې.
افغان ملی لوبډلې د ۳۱۶ منډو موخې ترلاسه کولو په هڅه ۴۴م اور کې له ۲۰۹ منډو سره وسوځېده.
په دغه لوبه کې رحمان الله ګربز ۵۴ منډې او ابراهیم ځدراڼ ۴۲ منډې د خپلې لوبډلې لپاره وکړې، خو نور توپ وهونکی ونه توانېدل چې هدف ته ورسیږی.
افغانستان به راتلونکې لوبه د انګلستان پر وړاندې ترسره کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ