کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت له لوری پرون د دغه وزارت په ستوری ماڼۍ کې د کابل او بیجینګ ترمنځ د سیاسی اړیکو ۷۰مه کالیزه د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتانو او مسوولینو په شتون کې ونمانځل شوه.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معین په یاده نمانځغونډه کې د وینا پرمهال ویلی، چین د پخوانی شوروی اتحاد او امریکایی اشغال پر وړاندې د افغانانو د مبارزې او جهاد کلک سیاسی ملاتړ کړی او اوسمهال هم له سرپرست حکومت سره ښې اړیکې لری.
ستانکزی زیاته کړې، چین هغه ګاونډی دی، چې تر اوسه پورې یې له افغانستان سره هېڅ ډول سرحدی شخړه نه ده رامنځته شوې.
دغه راز کابل کې د چین سفیر جاو شینګ په یاده غونډه کې ویلی، چین او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې بې له دې چې د وخت شرایط په نظر کې ونیسی ښې اړیکې پاللې او چین به له افغانستان سره د دوستۍ سیاست ته دوام ورکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ