چین او افغانستان د سیاسی اړیکو پر پراختیا خبرې کړی

پنجشنبه، د لړم ۱۹مه
کابل/ګهیځ: چین او افغانستان د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسی اړیکو د لا پراختیا پر اړتیا خبرې کړی دی.
په همدې موخه په چین کې د افغانستان سرپرست سفیر سید محی الدین سادات د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیایی څانګې له مرستیال مشر چین سونګ سره کتلی.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسی اړیکو په لا پیاوړتیا، د ډیپلوماټیکی کچې د لوړولو او پراختیا په هکله بحث شوی.
د باختر دولتی خبری اژانس د خبره له مخې، سادات او سونګ دغه راز په افغانستان د کې د چین پر پراختیایی مرستو، د نیمګړو پاتې پروژو په بشپړېدو او په بېلابېلو تخینکی برخو کې د افغانانو پر روزنه خبرې کړی.
په چین کې د افغانستان سرپرست سفیر همدارنګه له سونګ سره په خبرو کې ویلی، چې حکومت یې له ټولو هېوادونو سره د ښو او غوره دوه اړخیزو همکاریو غوښتونکی دی.
چین په افغانستان کې له بشری مرستو پر کولو سربېره دلته په بېلابېلو اقتصادی برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ژمنه یې کړې چې خپلې نیمګړې پروژې به بشپړې کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.