معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چین د واخان دهلیز فعالېدو ته چمتوالی ښودلی

چین د واخان دهلیز فعالېدو ته چمتوالی ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت د آسیايي څانګې مشر لیو جین سونګ بیجینګ کې د افغانستان سفیر سره کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر لا پراختیا او پیاوړتیا، دوه اړخېزې سوداګرۍ او اقتصادي پیاوړتیا خبرې کړي.

دې کتنه کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د مثبتو تعاملاتو، سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر دوام هم خبرې شوي.

لیو جین سونګ د چین او افغانستان ترمنځ د واخان دهلېز د فعالېدو په اړه د افغان حکومت هڅې ستایلي او له خپل لوري یې په تدریج سره د ګامونو اخیستو ته چمتوالی ښودلی.

نوموړي زیاته کړې، چې را روان ۲۰۲۵ کال کې به د چین ولسمشر له لوري د افغانستان په ګډون د شاوخوا ۴۰ هېوادونو پر صادراتو ګمرکي تعرفه معاف شي، چې دا د افغانستان سوداګرو لپاره ښه زېری دی.

هغه ډاډ ورکړی، چې د MCC او مرکزي آسیا د نفت او ګازو شرکتونه به د امو دریاب نفتي حوزې د تېلو استخراج بهیر لا ګړندي کېدو ته وهڅوي او مس عینک پروژې کارونه به نور هم پراخ او چټک کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس