کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت د آسیایی څانګې مشر لیو جین سونګ بیجینګ کې د افغانستان سفیر سره کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسی اړیکو پر لا پراختیا او پیاوړتیا، دوه اړخېزې سوداګرۍ او اقتصادی پیاوړتیا خبرې کړی.
دې کتنه کې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د مثبتو تعاملاتو، سیاسی، اقتصادی، سوداګریزو او ټرانزیټی همکاریو پر دوام هم خبرې شوی.
لیو جین سونګ د چین او افغانستان ترمنځ د واخان دهلېز د فعالېدو په اړه د افغان حکومت هڅې ستایلی او له خپل لوری یې په تدریج سره د ګامونو اخیستو ته چمتوالی ښودلی.
نوموړی زیاته کړې، چې را روان ۲۰۲۵ کال کې به د چین ولسمشر له لوری د افغانستان په ګډون د شاوخوا ۴۰ هېوادونو پر صادراتو ګمرکی تعرفه معاف شی، چې دا د افغانستان سوداګرو لپاره ښه زېری دی.
هغه ډاډ ورکړی، چې د MCC او مرکزی آسیا د نفت او ګازو شرکتونه به د امو دریاب نفتی حوزې د تېلو استخراج بهیر لا ګړندی کېدو ته وهڅوی او مس عینک پروژې کارونه به نور هم پراخ او چټک کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ