معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چین له افغان کډوالو سره ۱۰۰ میلیونه چینایي یوان مرسته کوي

چین له افغان کډوالو سره ۱۰۰ میلیونه چینایي یوان مرسته کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصاد سرپرست وزیر په کابل کې د چین له سفير جاو شینګ سره په کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا، د واخان دهلېز پر اقتصادي او ټرانزیټي ارزښت، د سوداګرۍ د کچي پر زیاتوالي د لوګر د مس عیېک کان د سړک جوړولو او نورو برخو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د چین سفیر ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو حل په موخه یې دولت له افغان حکومت سره د ۱۰۰ میلیونه چینایي یوان مرسته کوي.

د ده په خبره دا مرستې به له سرپرست حکومت سره په همغږۍ د بېرته راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د هواري په برخه کې په لګښت ورسیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس