کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصاد سرپرست وزیر په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره په کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادی او سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا، د واخان دهلېز پر اقتصادی او ټرانزیټی ارزښت، د سوداګرۍ د کچی پر زیاتوالی د لوګر د مس عیېک کان د سړک جوړولو او نورو برخو خبرې کړې دی.
په دې کتنه کې د چین سفیر ویلی، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو حل په موخه یې دولت له افغان حکومت سره د ۱۰۰ میلیونه چینایی یوان مرسته کوی.
د ده په خبره دا مرستې به له سرپرست حکومت سره په همغږۍ د بېرته راستنېدونکو افغانانو د ستونزو د هواری په برخه کې په لګښت ورسیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ