چین وایی، د افغانستان او سیمې د اقتصادی اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی، یوو شیاو یونګ د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو د پراختیا او تفاهم د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې یونګ د پاکستان او ترکمنستان ته له سفر وروسته د ریاست‌الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عـ.ـبدالکبیر سره کتلی.

د دې لیدنې په ترڅ کې یونګ ویلی، چې چین له افغانستان سره د اقتصادی اړیکو او همکارۍ د پراخېدو هڅه کوی.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې اوسنی حکومت واک ته رسېدلی، چین له افغان حکومت سره نږدې اړیکې ټینګې کړی دی.

د دې اړیکو په ترڅ کې تېره ورځ د افغانستان په تجارتی مالونو بار لومړنی اورګاډی، چې له چین څخه د ۲۲ ورځو په اوږدو کې سفر کړی و، مزارشریف ته ورسېد.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.