ګهځ نیوز: نن یکشنبه (د زمری/اسد ۹مه او د جولای میاشتې ۳۱مه نېټه ده) په کابل کې د چین سفیر پر ټویټر لیکلی، چې دوی له افغانستان سره پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې اړیکې غواړی او هغه ګنګوسې بېځایه دی چې ګواکی چین په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراخولو په لټه کې دی.
دی وایی، هېڅ وخت به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه کړی.
د وانګ یو په خبره دوی په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره خپلو همکاریو او له افغان حکومت سره اړیکو ته ادامه ورکوی او په دې باور دی چې د دواړو ملتونو ترمنځ ښې اړیکې د ټولو په ګټه دی.
چین داسې مهال دغه څرګندونې کوی چې راتلونکو ورځو کې افغانانو ته د وېزې د ورکړې بهیر پیلوی او همدا راز یې پر ۹۸ سلنه افغان محصولاتو مالیات هم معاف کړی دی او افغان سوداګر کولی شی خپل توکی د چین تر بازارونو ورسوی.
گهیځ