کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د مسکو فارمټ غونډه کې د چین استازی ویلی، چې په تېرو دوو کلونو کې د افغان حکومت په امنیتی، اقتصادی او ټولنیزو برخو کې اغېزمن ګامونه پورته کړی، چې له مخې یژ امریکا باید پر افغانستان لګول شوی بندیزونه لرې کړی.
نوموړی دغه غونډه کې زیاته کړې، د افغان حکومت د ځینو چارواکو پر سفرونو لګېدلی بندیزونه دې هم لرې او دوی ته باید فرصت ورکړل شی، چې په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې ګډون وکړی.
دې غونډې ته دغه راز د متحده عربی اماراتو استازی ویلی، چې دوی د یو سوله ییز او با ثباته افغانستان غوښتونکی دی او له افغانستان سره تعامل او همکاری غواړی.
نوموړی زیاته کړې، یوه اونۍ وړاندې یې افغانستان ته خپل سفیر هم لېږلی دی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳
گهیځ