معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چین په افغانستان کې د موټرو د بطریو تولید برخه کې پانګونه کوي

چین په افغانستان کې د موټرو د بطریو تولید برخه کې پانګونه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعتکارانو ټولنې مسوولینو ويلي، چې چین په افغانستان کې د برېښنايي موټرو د بطریو د تولید فابریکې له جوړولو سره لېوالتیا لري.
د راپور پر بنسټ، د صنعتکارانو ټولنې غړو زیاته کړې، چې چیني پانګوال وايي، که د افغانستان او چین ترمنځ د بانکي ستونزو د حل لازم اقدامات وشي، دوی حاضر دي چې په افغانستان کې په لویه کچه پانګونه وکړي.
د صنعتکارانو ټولنې رییس دغه راز ویلي، چې چیني پانګوالو په ټوله کې په افغانستان کې د نورې پانګونې لپاره هم لېوالتیا ښودلې.
بل لور د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم وايي، چې هېواد کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې زمینه برابره ده، چې د چین په شمول د نړۍ د هرې برخې پانګوال کولی شي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس