کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعتکارانو ټولنې مسوولینو ویلی، چې چین په افغانستان کې د برېښنایی موټرو د بطریو د تولید فابریکې له جوړولو سره لېوالتیا لری.
د راپور پر بنسټ، د صنعتکارانو ټولنې غړو زیاته کړې، چې چینی پانګوال وایی، که د افغانستان او چین ترمنځ د بانکی ستونزو د حل لازم اقدامات وشی، دوی حاضر دی چې په افغانستان کې په لویه کچه پانګونه وکړی.
د صنعتکارانو ټولنې رییس دغه راز ویلی، چې چینی پانګوالو په ټوله کې په افغانستان کې د نورې پانګونې لپاره هم لېوالتیا ښودلې.
بل لور د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم وایی، چې هېواد کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې زمینه برابره ده، چې د چین په شمول د نړۍ د هرې برخې پانګوال کولی شی، چې په افغانستان کې پانګونه وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ