چین په پام کې لری چې د افغانستان پر صادراتو ګمرکی تعرفې صفر ته و رسوی

شنبه، د لړم ۲۱مه
کابل/ګهیځ: په کابل کې د چین سفارت خبر ور کړی چې د روان کال د ډسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې به د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتو ګمرکی تعرفې لیرې شی.
چین دا ګام وروسته له هغې اخلی، چې په دې وروستیو وختونو کې د سیمې هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو له ډېرېدو راپورونه ورکول کېږی.
د چین سفیر «وانګ یو» تېره ورځ (جمعه د لړم ۲۰مه) پر خپله ټویټر پاڼه و لیکل چې د افغانستان ۹۸ سلنه محصولات به له ګمرکی تعرفې پرته دغه هېواد ته داخل شی.
هغه ویلی، چې پر افغان محصولاتو د ګمرکی تعرفې لیرې کول د افغانستان له اقتصاد او پرمختګ سره د چین مرسته ده.
وانګ یو زیاته کړې چې دا پریکړه د چین د ګټورې او ګټونکې دوه اړخیزې ستراتیژۍ د پلی کولو او همدارنګه له افغانستان سره د (اقتصادی) پرمختګ د بهیر د ګړندی کولو په موخه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د ملا برادر په مشرۍ د رییس‌الوزراء اقتصادی دفتر ویلی وو چې د روان کال تر پایه به د افغانستان صادرات دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږی.
د دغه دفتر د اعلامیې له مخې، د ۱۴۰۱ په لومړیو ۷ میاشتو کې افغانستان له یو میلیارد ډالرو څخه زیات صادرات کړی چې عمده صادراتی توکی یې د چین په ګډون د سیمې د هېوادونو ته د کانونو استخراج دی.
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګانی پر خپله ټویټر پاڼه د صادرشویو توکو او د هغو هېوادونو نوملړ خپور کړی چې دغه محصولات یې ترلاسه کړی دی.
د دغه نوملړ له مخې یوازې چین ته په تېرو اوو میاشتو کې د ۶.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت توکی صادرات شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.