کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د نیله باغ ښار ګوټی پروژې چارې د کور او ښار جوړونې وزارت او په کابل کې د چین سفیر له لوری پیل شوې.
د خبر پر بنسټ، د کور او ښار جوړونې وزارت د مسکن، د زونونو پراختیا مرستیال ویلی، په یاده پروژه کې ۱۴ سوه ودانۍ شاملې دی، چې ۷۱ میلیونه ډالره لګښت پرې راځی.
یاد لګښت چې د چین له لوری ورکول کېږی، د چین او افغانستان د هوکړې له مخې به د دغې پروژې چارې په دریو کلونو کې بشپړې شی او د ځانګړی طرزالعمل له منظورۍ وروسته به دولتی کسانو ته ووېشل شی.
په دې مراسمو کې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال ویلی، دغه پروژه د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره یو سترګام دی.
د نوموړی په خبره، سرپرست حکومت د نورو بنسټیزو پروژو ترڅنګ د ودانیزو پروژو پلی کولو کې غوره ګامونه پورته کړی او د نورو لویو پروژو د پیل لپاره هم پلان لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ