کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې چین کې د افغانستان لوی سفارت خبر ورکړی، چې دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو وېش لړۍ پیل شوې.
د خبر پر بنسټ، یاد هېواد کې افغان سفارت ویلی، چې د مسلسلو هڅو په پایله کې وتوانېدل، چې چین مېشتو افغانانو لپاره د نوی پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړی.
بیجینګ کې افغان سفارت زیاته کړې، په شرایطو برابر افغانان کولای شی، چې له سفارت څخه نوی پاسپورټ ترلاسه کړی.
د دې سفارت مسوولین وایی، تېرو څه باندې دوو کلونو کې پوره هڅه شوې چې خپلو افغانانو ته په ښه توګه قونسلی خدمات وړاندې شی او د امکاناتو په محدوده کې ورته سهولتونه ایجاد شی.
دا خبر په داسې مهال ورکول کیږی، چې د تېرې سې شنبې په ورځ د چین هېواد ولسمشر شی جین پینګ د چین لپاره د سرپرست افغان حکومت د لوی سفیر بلال کریمی باور لیک ومنلو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ