ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د وری ۱۱مه او د مارچ ۳۱مه نېټه ده) د ا. ا. ا د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقی په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ګډون وکړ.
دا لومړی ځل دی چې د نوی افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر په چین کې د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډه کې ګډون کوی.
په دې ناسته کې مولوی امیر خان متقی د سیمې هېوادونو استازو ته په خطاب کې وویل، چې د نوی افغان حکومت څخه دې ملاتړ وشی.
هغه ټینګار کړی، چې د نوی حکومت پیاوړی کیدل د ټولو په ګټه دی. د هغه په وینا افغان حکومت ژمن دی چې ټولو اندېښنو ته ځواب ووایی.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخی، په یاده غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی له قوله ویلی، چې د نوی افغان حکومت د رسمیت پېژندلو سوال باید د ټولو سیمه ییزو هېوادونو په هوکړه پای ته ورسېږی.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې، چې د دغې غونډې مشری یې کوله وویل، چې افغانستان باید د هیڅ کوم هېواد لپاره ګواښ نه وی.
وانګ یې د دغې ډول بلې ناستې له جوړېدو خبر ور کړ او ویې ویل، چې راتلونکې ناسته به په ازبکستان کې کېږی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به هم د دغې غونډې ګډونوال وی.
گهیځ