معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چین کې د مرګونې زلزلې له امله ۱۱۸ تنه مړه او سلګونه نور ژوبل دي

چین کې د مرګونې زلزلې له امله ۱۱۸ تنه مړه او سلګونه نور ژوبل دي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۸  نېټه):

د راپورونو له مخې د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې په ګانسو ولایت کې چارواکو ویلي، چې پېښه بېګا نیمه شپه شوې او تر ټولو زیاته مرګ – ژوبله یې همدې ولایت کې اړولې ده.

د راپور پر بنسټ، په ګانسو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۵ او د ټپیانو نږدې ۴ سوو ته رسیږي.

د چین دولتي تلوېزیون (CCTV) راپور ورکړی، چې په چینګهای کې هم تر نن سهار پورې ۱۳ تنه مړه شوي، ۱۸۲ ټپیان او ۲۰ نور تري تم دي.

د زلزلې له امله زرګونه کورونه زیانمن شوي او ځایي خلک له وېرې سړکونو ته وتلي دي.

د چین په شمال لوېدیځه سیمه کې د ژغورنې ټیمونه تر خاورو او ډبرو لاندې د احتمالي بندو پاتو شویو کسانو پلټنه کوي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس