کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲۸ نېټه):
د راپورونو له مخې د فرانس پرېس خبری اژانس د راپور له مخې په ګانسو ولایت کې چارواکو ویلی، چې پېښه بېګا نیمه شپه شوې او تر ټولو زیاته مرګ – ژوبله یې همدې ولایت کې اړولې ده.
د راپور پر بنسټ، په ګانسو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۵ او د ټپیانو نږدې ۴ سوو ته رسیږی.
د چین دولتی تلوېزیون (CCTV) راپور ورکړی، چې په چینګهای کې هم تر نن سهار پورې ۱۳ تنه مړه شوی، ۱۸۲ ټپیان او ۲۰ نور تری تم دی.
د زلزلې له امله زرګونه کورونه زیانمن شوی او ځایی خلک له وېرې سړکونو ته وتلی دی.
د چین په شمال لوېدیځه سیمه کې د ژغورنې ټیمونه تر خاورو او ډبرو لاندې د احتمالی بندو پاتو شویو کسانو پلټنه کوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ