چین یو ځل بیا د افغانستان د اقتصادی ودې لپاره غږ اوچت کړی

ګهیځ: نن شنبه (د کب ۲۸مه او د مارچ ۱۹مه نېټه ده) چین یو ځل بیا پر نړیوالو غږ کړی چې د افغان اقتصادی پیاوړتیا لپاره دې کوټلی ګامونه واخلی.
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمی استازی له نړیوالې ټولنې غوښتی چې ژر تر ژره پر افغانستان اقتصادی فشارونه پای ته ورسوی او د دغه هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا او ودې لپاره کار وکړی.
د ده په خبره امریکا باید د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړی او نړیواله ټولنه دې په دغه هېواد کې د بنسټیزې اقتصادی ودې لپاره کوټلی ګامونه اوچت کړی.
چینایی ډیپلوماټ همدا راز ټینګار کړی چې افغانستان له سخت بشری وضعیت سره مخ دی او د نړۍ مرستو ته په تمه دی نو له همدې امله باید له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې او هر مستحق وګړی ته وروسول شی.
چین تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د پراخو بشردوستانه مرستو ژمنه کړې وه او اوس یې هم ویلی چې له افغانستان سره مرستو ته ژمن دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.