کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلی، چې تېر کال یې په افغانستان کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په ملاتړ له نږدې ۱۹ میلیونه افغان وګړو سره مرسته کړې.
د خبر پر بنسټ، یادې ادارې په خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې په دغه مرستو کې خوراکی توکی، نغدې پیسې او د مهارتونو زده کړې هم شاملې وې.
د خوړو نړیوالو پروګرام تر دې وړاندې په یوه خپاره کړی راپور کې ویلی وو، چې د افغانستان لپاره ۲۰۲۳ کال له بحرانه ډک کال و.
راپور کې ویل شوی، چې تېر کال د بې سارې تمویل کمښت له امله لس مېلیونه خلک د خوړو د نړیوال پروګرام د خوراکی مرستو څخه بې برخې شول.
په راپور کې دغه راز ویل شوی چې د خوړو نړیوال پروګرام هغو ښځو ته ځانګړی لومړیتوب ورکوی، چې د کور سرپرستی ورته تر غاړې وی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ