ډبلیو ایف پی وایی، لکونو زده کوونکو باندې خوراکی توکی وېشو

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP پر خپلې اېکس پاڼې په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلی، چې هره ورځ په افغانستان کې له ۷ لکو څخه زیاتو هلکانو او نجونو ته د خوراکی توکو مرستې وېشی.
یاد سازمان ویلی، چې دا خوراکی توکی د ښوونځی هلکانو او نجونو سره مرسته کوی، چې فعال پاتې شی او ښه زده‌ کړه وکړی.
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې څه باندې ۷ لکه نجونو او هلکانو ته د مرستو د وېش اعلان کړی و او ویلی یې وو، چې هېڅ ماشوم باید له لوږې سره ښوونځی ته لاړ نه شی.
بلخوا په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د خوارځواکۍ د څانګې مشرې منا شیخ خبر ورکړی، چې یوازې سږ کال به په افغانستان کې پر خوارځواکۍ اخته ۱.۶ میلیونه ماشومانو درملنه وشی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.