ډبلیو ایف پی ویلی، د وچکالۍ له امله ډېری کلی په کنډوالو بدل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مشرې حسیاوو وی لی د ډبلیو ایف پی افغانستان څانګې په ایکس پاڼه په یوه ویډیویی پیغام کې د وچکالیو د اثراتو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړې ویلی، ګڼو افغانانو خپل کلی د اوبو د نشتوالی او وچکالۍ په سبب پرېښی او په هېواد کې دننه نورو سیمو ته کډه شوی یا له هېواده وتلی دی.

هغې ویلی تر ټولو زیانګالی خلک لا هم په دې سیمو کې پاتی چې نورو سیمو ته د تلو توان نه لری.

د ډبلیو ایف پی دې مشرې ویلی، ملګری ملتونه او همکارې موسسې یې دغو زیانګالو خلکو ته د پاکو اوبو او خوړو د برابرولو هڅه کوی.

افغانستان د نړۍ له هغو ۱۰ هېوادونو څخه دی، چې د اقلیمی بدلونو له امله اغېزمن شوی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.