کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۸ نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له محې د ډنمارک پارلمان د سپېڅلو کتابونو پر سپکاوی کولو بندیز ولګولو.
د راپور پر بنسټ، دوی دغه قانون ته د “قرآن قانون” نوم ورکړی او ترې سر غړوونکو ته د دوه کاله بند سزا ورکولو حکم شوی.
په داسې حال کې چې ډنمارک او سویډن هغه هېوادونه دی، چې له څو کلونو راهیسې په پرلپسې ډول په کې د مسلمانانو د سپېڅلی کتاب قرآن کریم بې حرمتی روانه وه او په اسلامی نړۍ کې یې پر ضد لاریونونه او نیوکې کېدلې، چې دغه هېوادونه باید د دغو چارو مخه ونیسی.
د ډنمارک پارلمان کې ټولټال ۹۴ وکیلانو د دغه قانون د جوړېدو په حق کې مثبته او ۷۷ وکیلانو بیا منفی رایه وړاندې کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ