کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مستقیم ډول د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې USAID د تړلو غوښتنه کړې.
ټرمپ دغه اداره په پراخ فساد او درغلۍ تورنه کړې او نیویارک ټایمز د هغه له خولې لیکلی، چې USAID د “لیونیانو” لخوا اداره کیږی.
یاده اداره، چې د نړۍ د بېوزلو هېوادونو، په ځانګړې توګه د افغانستان یوه له لویو مرستندویه ادارو ګڼل کیږی، په تېرو ۲۴ کلونو کې یې له افغانستان سره له ۱۰۹ میلیارده ډالرو څخه ډېرې مرستې کړی.
د USAID د تړلو غوښتنه په داسې مهال کیږی، چې تر دې وړاندې ټرمپ تر دریو میاشتو د امریکا له لوری نورو هېوادونو سره کېدونکې مرستې هم وځنډولې.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ