معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / ډیورند استعماري کرښه؛ څاه کېندونکی په خپله په څاه کې دی!

ډیورند استعماري کرښه؛ څاه کېندونکی په خپله په څاه کې دی!

د خبري سرچینو د راپورونو پر بنسټ پرون ماښام( دوشنبه د زمري په ۲۲مه) د ډیورند د فرضي کرښې په اوږدو او د تورخم په سیمه کې د افغان سرحدي ځواکونو پر مرکزونو باندې پاکستاني پوځیانو ډزې کړې او غوښتل یې فرضي کرښې ته څېرمه د افغان سرحدي ځواکونو له خوا د یوې پوستې د ترمیم او بیا رغونې مخه ونیسي چې بیا یې په غبرګون کې افغان لوري هم دفاعي ډزې کړې دي او په پایله کې د دواړو لوریو تر منځ نښته شوې ده.

په همدې اړه په کابل کې د کورنیو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې د تورخم په پرونۍ نښته کې یې د پاکستاني لوري دوه پوستې له منځه تللې او د تورخم په غوړکي سیمه کې د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله په سیمه کې د ملکي خلکو کورونه هم هدف ګرځېدلي چې یوه مېرمن او دوه تنه ماشومان یې له امله شهیدان شوي دي.

د ډیورند د فرضي او استعماري کرښې په اوږدو کې د افغاني او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتې دا لومړی ځل ندی او په غالب ګومان دا به وروستی هم نه وي، دا لانجه له کلونو کلونو همداسې روانه ده او آن که تاریخي شالید یې وګورو، نو د هغه وخت د انګریزي استعمار له خوا د هند له نیمې وچې څخه د پاکستان په نامه د یوه بېل هېواد تر جلاکېدو وروسته بیا تر ننه په پرله پسې ډول د انګریزي استعمار د دې بدمرغه کړنې ثمره خوار او ځپل شوي افغانان ګوري او د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه پدې اور کې سوځي.

بل اړخ ته که وګورو د اسلام آباد واکمن پدې ورځو کې په کور د ننه له سختو ستونزو او ناخوالو سره مخ دي، داسې ښکاري چې د دغه هېواد په هر تور او سپین حاکم پوځ او د دې هېواد سیاستوال او وګړي ټول له یوه او بل سره لاس او ګرېوان دي، یوې خواته د دې هېواد له پوځ سره په ټکر کې سیاستوال دي لکه عمران خان چې لا اوس هم د خپل دغه” بغاوت” سزا ګوري او بل لوري ته د دې هېواد د حاکم پوځ د فساد او درغلیو دوسیې هم عامې شوې دي چې ښه بېلګه یې د فساد په تور د دې هېواد د تر ټولو سترې او خطرناکې پوځي جاسوسي ادارې (آی، اېس، آی) د پخواني مشر جنرال فیض حمید نیول کېدل او محاکمې ته د هغه کشول دي چې د رسنیو د همدې نن او پرون تر ټولو لوی خبر یې جوړ کړی دی.

د دغه هېواد مخ په ځوړ اقتصادي حالت، په دولتي اډانه کې شرمونکی اداري او سیاسي فساد، د دې هېواد په هر ګوټ کې ورځ په ورځ زیاتېدونکې نا امني او ګڼې نورې داسې ستونزې او نا خوالې هم شته چې د انګریزي استعمار په لمسونه او د همدوی د اوږد مهاله استعماري پلانونو پر بنسټ د آسیا په سویل کې جوړ شوی دغه ملک یې ورځ په ورځ مخ په ځوړ روان کړی او داسې ښکاري چې که د اسلام آباد واکمن او پر دغه هېواد په رښتیا زړه سوزونکي سیاستوال سره یولاس نه شي او په هوش رانشي، لیرې نده چې لکه د بنګلدېش په نامه چې څو میلیونه وګړي ترې بېل شول او هلته یې د جنرال نیازي په مشرۍ د اسلام آباد د ګټو د مدافع پوځ پزه په خاورو وموښله، همداسې به د استعمار په لمسونه د جوړ شوي دغه هېواد نورې برخې هم په کرار پاتې نشي او بالآخره به دا ملک هم د تجزیې او وېش له ترخه او ناوړه برخلیک سره مخ وي.

بل خوا د ډیورند د استعماري کرښې په اوږدو کې هغه وسله وال مقاومت چې هره ورځ یې لمن لکه د اسلام آباد په دولتي اډنه کې د شته فساد، پراختیا مومي او ورسره د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پرتو پښتنو قبایلو تر منځ له اسلام آباد څخه د نا راضي توب او بغاوت څپه هم هغه ترخه حقایق دي چې که څه هم د اسلام آباد واکمنو پرې سترګې پټې کړي، خو آزادې رسنۍ او د یو وېشتمې پېړۍ عصري ټکنالوژي هغه بهر راوباسي او د نړیوالو سترګو او غوږو ته یې رسوي.

د دې ټولو حقایقو په پام کې نیولو سره د اسلام آباد سیاسي او پوځي واکمن د دې پر ځای چې د هوښیارتیا پر لور ګام پورته کړي او له ګاونډیانو په تېره بیا له افغانستان سره چې ګڼ مشترکات ورسره لري د آرامۍ او نرمښت پر لاره ولاړ شي، د تل په څېر د زور او فشار له سیاست څخه کار اخلي او انګریز په لمسونه د وروڼو ولسونو تر منځ د غځېدلې استعماري کرښې په اوږدو کې غواړي ستونزې جوړې کړي. که څه هم نن اسلام آباد د ډیورند له استعماري او تحمیلي کرښې په هر ډول ګټه پورته کوي، خو کاشکې دې ټکې ته یې هم پام کړی وای چې نورو ته په لار کې د څاه کیندونکی بالآخره په خپله هم په څاه کې غورځېږي. “والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس