ډیورند استعماری کرښه؛ څاه کېندونکی په خپله په څاه کې دی!

د خبری سرچینو د راپورونو پر بنسټ پرون ماښام( دوشنبه د زمری په ۲۲مه) د ډیورند د فرضی کرښې په اوږدو او د تورخم په سیمه کې د افغان سرحدی ځواکونو پر مرکزونو باندې پاکستانی پوځیانو ډزې کړې او غوښتل یې فرضی کرښې ته څېرمه د افغان سرحدی ځواکونو له خوا د یوې پوستې د ترمیم او بیا رغونې مخه ونیسی چې بیا یې په غبرګون کې افغان لوری هم دفاعی ډزې کړې دی او په پایله کې د دواړو لوریو تر منځ نښته شوې ده.

په همدې اړه په کابل کې د کورنیو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې د تورخم په پرونۍ نښته کې یې د پاکستانی لوری دوه پوستې له منځه تللې او د تورخم په غوړکی سیمه کې د فرضی کرښې په اوږدو کې د پاکستانی ځواکونو د ډزو له امله په سیمه کې د ملکی خلکو کورونه هم هدف ګرځېدلی چې یوه مېرمن او دوه تنه ماشومان یې له امله شهیدان شوی دی.

د ډیورند د فرضی او استعماری کرښې په اوږدو کې د افغانی او پاکستانی ځواکونو تر منځ د نښتې دا لومړی ځل ندی او په غالب ګومان دا به وروستی هم نه وی، دا لانجه له کلونو کلونو همداسې روانه ده او آن که تاریخی شالید یې وګورو، نو د هغه وخت د انګریزی استعمار له خوا د هند له نیمې وچې څخه د پاکستان په نامه د یوه بېل هېواد تر جلاکېدو وروسته بیا تر ننه په پرله پسې ډول د انګریزی استعمار د دې بدمرغه کړنې ثمره خوار او ځپل شوی افغانان ګوری او د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه پدې اور کې سوځی.

بل اړخ ته که وګورو د اسلام آباد واکمن پدې ورځو کې په کور د ننه له سختو ستونزو او ناخوالو سره مخ دی، داسې ښکاری چې د دغه هېواد په هر تور او سپین حاکم پوځ او د دې هېواد سیاستوال او وګړی ټول له یوه او بل سره لاس او ګرېوان دی، یوې خواته د دې هېواد له پوځ سره په ټکر کې سیاستوال دی لکه عمران خان چې لا اوس هم د خپل دغه” بغاوت” سزا ګوری او بل لوری ته د دې هېواد د حاکم پوځ د فساد او درغلیو دوسیې هم عامې شوې دی چې ښه بېلګه یې د فساد په تور د دې هېواد د تر ټولو سترې او خطرناکې پوځی جاسوسی ادارې (آی، اېس، آی) د پخوانی مشر جنرال فیض حمید نیول کېدل او محاکمې ته د هغه کشول دی چې د رسنیو د همدې نن او پرون تر ټولو لوی خبر یې جوړ کړی دی.

د دغه هېواد مخ په ځوړ اقتصادی حالت، په دولتی اډانه کې شرمونکی اداری او سیاسی فساد، د دې هېواد په هر ګوټ کې ورځ په ورځ زیاتېدونکې نا امنی او ګڼې نورې داسې ستونزې او نا خوالې هم شته چې د انګریزی استعمار په لمسونه او د همدوی د اوږد مهاله استعماری پلانونو پر بنسټ د آسیا په سویل کې جوړ شوی دغه ملک یې ورځ په ورځ مخ په ځوړ روان کړی او داسې ښکاری چې که د اسلام آباد واکمن او پر دغه هېواد په رښتیا زړه سوزونکی سیاستوال سره یولاس نه شی او په هوش رانشی، لیرې نده چې لکه د بنګلدېش په نامه چې څو میلیونه وګړی ترې بېل شول او هلته یې د جنرال نیازی په مشرۍ د اسلام آباد د ګټو د مدافع پوځ پزه په خاورو وموښله، همداسې به د استعمار په لمسونه د جوړ شوی دغه هېواد نورې برخې هم په کرار پاتې نشی او بالآخره به دا ملک هم د تجزیې او وېش له ترخه او ناوړه برخلیک سره مخ وی.

بل خوا د ډیورند د استعماری کرښې په اوږدو کې هغه وسله وال مقاومت چې هره ورځ یې لمن لکه د اسلام آباد په دولتی اډنه کې د شته فساد، پراختیا مومی او ورسره د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پرتو پښتنو قبایلو تر منځ له اسلام آباد څخه د نا راضی توب او بغاوت څپه هم هغه ترخه حقایق دی چې که څه هم د اسلام آباد واکمنو پرې سترګې پټې کړی، خو آزادې رسنۍ او د یو وېشتمې پېړۍ عصری ټکنالوژی هغه بهر راوباسی او د نړیوالو سترګو او غوږو ته یې رسوی.

د دې ټولو حقایقو په پام کې نیولو سره د اسلام آباد سیاسی او پوځی واکمن د دې پر ځای چې د هوښیارتیا پر لور ګام پورته کړی او له ګاونډیانو په تېره بیا له افغانستان سره چې ګڼ مشترکات ورسره لری د آرامۍ او نرمښت پر لاره ولاړ شی، د تل په څېر د زور او فشار له سیاست څخه کار اخلی او انګریز په لمسونه د وروڼو ولسونو تر منځ د غځېدلې استعماری کرښې په اوږدو کې غواړی ستونزې جوړې کړی. که څه هم نن اسلام آباد د ډیورند له استعماری او تحمیلی کرښې په هر ډول ګټه پورته کوی، خو کاشکې دې ټکې ته یې هم پام کړی وای چې نورو ته په لار کې د څاه کیندونکی بالآخره په خپله هم په څاه کې غورځېږی. “والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.