ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمری/اسد ۲۰مه او د اګسټ میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د سیګار مشر د اشرف غنی هغه ادعا دروغ بللې چې ګواکې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یې میلیونونه شخصی نغدی ډالر ساتلی وو.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیگار ځانگړی پلټونکی «ډیویډ یانگ» وایی د اشرف غنی هغه ادعا چې خپل شخصی میلیونونه نغد ډالر یې په ارگ کې ساتلی وو د باور وړ نه ده.
ډیوید یانگ وایی اشرف غنی د خپلی وکیلې له لارې سیگار ته ویلی چې ۵ میلیونو نغدو ډالرو ته یې ضرورت و څو په لوگر کې پرې کتابتون جوړ کړی خو د یانگ په وینا دا لا سوال پیدا کوی چې ولې به اشرف غنی په لوگر کې د کتابتون جوړولو لپاره میلیونونه ډالر په ارگ کې په نغد ډول ساتل؟
یانگ وایی د کابل د سقوط په سهار د متحده عربی اماراتو یو چارواکی له غنی او محب سره وکتل او وروسته تر هغه یو افغان چارواکی ته امر وشو چې ځینې کڅوړې د متحده عربی اماراتو سفارت ته ولېږدوی.
گهیځ