کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د متحده عربی اماراتو لس اوریز کرکټ لیګ (ټی ټېن) اتم پړاو سیالیو اتلولی د ډیکن ګلاډیټرز وګټله.
په دغه پایلوبه کې موریسویل سامپ ارمی په لسو اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۱۰۵ منډو هدف وټاکه، چې ۱۶ منډې په کې افغان لوبغاړی کریم جنت جوړې کړې.
ډیکن ګلاډیټرز لوبډلې دا هدف په ۶.۵ اوورونو کې ترلاسه کړ او دا اتلولی یې خپله کړه.
د یادې لوبډلې پیلیز توپ وهونکی د ټام کوهلر-کادمور په ۲۱ توپونو ۵۶ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په اتلولۍ کې یې مهم رول ولوبوه.
د موریسویل سامپ ارمی په لوبډلې کې د کریم جنت ترڅنګ دوه نور افغان لوبغاړی حمزه هوتک او قیس احمد هم لوبېدل.
د ټی- ۱۰ په سوداګریز لیګ کې د افغانستنان او نړۍ لسګونو مشهورو لوبغاړو برخه اخیستې وه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ