کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۹نېټه):
د راپورونو له مخې د بغلان ولایتي چارواکو ويلي، دغه ولایت کې د نساجي کارخونې ځینې برخې ۸۰ سلنه فعالې شوې او ډېر ژر به یې پاتې چارې هم بشپړې شي.
د یادې فابریکې مسوولین وايي، د دغې کارخونې د پنبې پروسېس، تار او تیکې جوړولو ځینې برخې یې بېرته د پخوا په څېر فعاله کړې دي او دا مهال تر ۳ سوه ډېر کسان په کې په کار بوخت دي.
د نساجي کارخونې مرستیال عبدالمتین حنیفي ويلي، چې دا مهال د دغې کارخونې ځينې برخې فعالې شوي او د یو شمېر نورو پر فعالیدو کار په چټکۍ سره روان دی، چې ډېر ژر به دغه کارخونه په بشپړه توګه فعاله شي.
نوموړی زیاتوي، چې.اوسمهال په دغه کارخونه کې څه باندې ۳ سوه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او هیلې شته چې د پاتې برخې د کارونو په بشپړېدو سره به زرګونه نورو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/